د فوټبال نړيوال فدراسیون (فیفا) رییس جیاني اینفنتینو پيغام

12 ليدلي
عقرب ۱۱, ۱۳۹۶
سلاید شو

شاهین آسمایی فوټبال لوبډلې ته د نوموړي پيغام

 ښاغلی رییس!

شاهين آسمايي لوبډله د افغانستان د ۲۰۱۷ کال فوټبال اتلولي وګټله. نوموړې لوبډلې ته د زړه له کومي د څلورم ځل لپاره د اتلولۍ ګټلو په مناسبت مبارکي وایم. په دې اتلولۍ کې هغه ټول چې په نوموړې لوبډلې کې يې په یو ډول برخه اخیستې وه، رول لري. زه ټولو لوبغاړو، روزونکیو، مسوولانو، تخنیکي او روغتیايي کارکوونکو او د نوموړې لوبډلې مینه والو ته د دې بریا مبارکي وایم. زه د فوټبال ټولنې په استازیتوب د فوټبال مثبت پیغام د خپراوي له امله د شاهين آسمايي او ستاسې د فوټبال ملي فدراسیون مننه کوم. زه به ستاسې په خدمت کې واوسم او په نېژدې راتلونکي کې به له تاسې سره لیدنه وکړم.

په احترام

جیاني اینفنتینو

22999988_1171463382983983_6252043514347081845_o


د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.