د فوټبال مینه والو او د افغانستان خلکو د پام وړ

89 ليدلي
اسد ۱۱, ۱۳۹۶
د ښځو فوتسال

په هېواد کې د فوټبال ورستیو پېښو او د درېيمو بنسټو بېځایه لاسوهنو د فيفا او د اسیا د فوټبال کنفدارسیون لوړپوړي غړي هېواد ته په راتګ مجبور کړل.
وروسته تر دې چې د افغانستان د فوټبال فدارسیون ټاکنې لانجمنې شوې، نړیوال او اسیايي فوټبال فدراسیون هوډ وکړ، چې خپل باصلاحیت مسوولان دغه هېواد ته ولېږي، چې د دغه هېواد د فوټبال وضعیت له نېږدې وڅاري.
په دې وروستیو کې اوازه خپره شوې، چې د افغانستان فوټبال فدراسیون، نړیوال او اسیایي استازیو ته علاقمند نه دي، چې د فوټبال فدراسیون ټاکنې وڅاري. د افغانستان فوټبال فدراسیون چمتو دی، چې د نړیوالې، اسیايي او د افغانستان فوټبال د اساسنامې پر بنسټ رڼې ټاکنې دایرې کړي. د افغانستان فوټبال فدراسیون ژمن دی، چې له هر ډول مداخلې پرته رڼې ټاکنې ترسره شي.
د نړيوال او اسیايي استازیو د راتګ نېټه به وروسته تاسې په ډاګه شي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.