د فوټبال فدراسیون او غوره لیګ مشرتابه پلاوي د نړيوال فدراسیون او اسیا کنفدراسیون له مسوولانو سره د تاجکستان مرکز دوشنبې کې لیدنه وکړه.

13 ليدلي
اسد ۱۴, ۱۳۹۶
سلاید شو

په دې ناسته کې د فوټبال غوره لیګ پر معیاري کولو او د هېواد د فوټبال فدراسیون د پراختیايي پروژو په اړه خبرې وشوې. په یاده شوې ناسته کې د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس کرام الدین کریم، د فوټبال فدراسیون فني مرستیال یوسف کارګر، عمومي منشي سیدعلیرضا آقازاده، تخنیک ډایرېکټر محمد طاهر رووفي، د غوره لیګ مسوول ضیا آریا، د فیفا او اسیا کفندراسیون استازیو ګډون کړی و.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.