د غور فوټبال فدراسیون په دغه ولایت کې یوه میاشت وړاندې د فوټسال سیالۍ پيل کړې وې،

29 ليدلي
دلو ۲۱, ۱۳۹۶
نارينه
1

چې د آرین سکلېټ فوټسال بوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. په دغو سیالیو کې اتحاد دویم او انصاري لوبډلې درېي مقام خپل کړ.
د اتحاد لوبډلې لوبغاړي هر یو محمد صادق ظفري د غوره لوبغاړي او عبدالرحمن یعقوبي د ۳۸ ګولونو په وهلو سره غوره ګول وهونکی وپېژندل شول.
له بلې خوا د آرین سکلېټ لوبډلې لوبغاړی رمضان د دغو سیالیو غوره دروازه ساتونکی وپېژندل شو.
د غور ولایت فوټبال فدراسیون د نوموړو سیالیو په پای مراسمو کې پر غوره لوبډلو او لوبغاړو مډالونه او ورزشي لباسونه هم ووېشل.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.