د افغانستان لپاره یو بل ویاړ

97 ليدلي
اسد ۱۱, ۱۳۹۶
ولایات

د افغانستان ښځينه فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړې هاجر ابوالفضل په جنګ ځپلیو سیمو کې د ورزش زړورې کارونې نړيواله جایزه وګټله. اغلې هاجر دا مډال په امریکا کې ترلاسه کړ.
هاجر د افغانستان د فوټبال غوره روزل شوې کادر لوبغاړې ده، چې د هېواد د ورزش په مختلفو ډګرونو کې فعالیت کوي.
نوموړې د څو کالو لپاره د مالي کمېټې او د ښځو کمېټې مسووله وه او اوسمهال د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې غړې ده.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.