د افغانستان فوټسال ملي لوبډله وستایل شوه

45 ليدلي
میزان ۸, ۱۳۹۶
سلاید شو

د افغانستان فوټبال فدراسیون عمومي رییس کرام الدین کریم د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د اسیا سالون دننه پنځم پړاو سیالیو کې د ښه ځلېدا له امله وستایله.
ښاغلي کرام الدین کریم په یادو سیالیو کې د هېواد فوټسال ملي لوبډلې د څلورم مقام مبارکي وویله او د دغه لوبډلې لوبغاړو ته يې د لا بریا هیله څرګنده کړه.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسیا سالون دننه سیالیو کې د ۶ بریاوو او ۲ ماتو به درلودلو سره تېره شپه (۱۳۹۶ – تله – ۷) هېواد ته راستنه شوه.
د یادونې وړ ده، چې دا لوبډله په یوه میاشت دننه کې د اسیا د اتلولۍ په مقدماتي سیالو کې د ګډون په موخه ایران هېواد ته ځي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.