د افغانستان فوټسال لوبډلې د اسیا دننه سیالیو کې څلورم ځای خپل کړ

38 ليدلي
میزان ۸, ۱۳۹۶
ولایات

د اسیا سالون دننه او رزمي سیالۍ د اسیا د بېلابېلو هېوادونو په ګډون د ترکمنستان هېواد پلازمېنه عشق آباد کې له یوې میاشتې راهیسې پيل شوې وې.
له افغانستان نه په دې لړ کې د مختلفو ورزشونو لوبغاړي ورغلي وو، چې فوټسال لوبغاړي هم د دغو لوبغاړو له جملې یو هغه و. د افغانستان فوټسال لوبډله په دویم ګروپ کې د اسیا له پياوړو لوبډلو لکه ایران، ازبکستان، متحده عربي امارات او مالدیف سره مخامخ و، چې په خپل ګروپ کې يې د ټولو سیالانو په ماتولو سره ځان کوارټر فاینل ته ورساوه.
د اسیا دننه سیالیو په دې مرحلې کې افغانستان کوربه هېواد ترکمنستان له مخې لرې کړ او پایلوبې ته یې لا وموندله.
افغانستان په نیمه پایلوبه کې له ایران هېواد سره چې د اسیا اتلولي له ځان سره لري او په نړۍ کې پنځمه پياوړې فوټسال لوبډله ده، مخامخ شو. دا لوبه چې تېره ورځ د تلې میاشتې پر ۴مه د کابل پر وخت ۵:۳۰ دقیقې ترسره شوه، په قانوني وخت کې دواړو لوبډلو د یو یو ګول په وهلو سره مساوي اعلان شوې؛ خو د پينالټي په ضرباتو سره افغانستان دا لوبه سیالې لوبډلې ته وبایلله.
د افغانستان فوټسال لوبډله د دغه دورې یوه پياوړې لوبډله وه، چې ۶ میدانه یې ګټلي او ۲ يې بایللي وو. نوموړې لوبډلې د دغه سیالیو ۴ مقام په خپل نوم کړ.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.