د افغانستان فوټبال ۱۴ کلنو لوبډلې د هند سوبروتو کپ پایلوبې ته لار وموندله

103 ليدلي
سنبله ۱۳, ۱۳۹۶
سلاید شو
د افغانستان فوټبال ۱۴ کلنو لوبډلې د هند سوبروتو کپ پایلوبې ته لار وموندله د افغانستان فوټبال ۱۴ کلنو لوبډلې د هند میزورام لوبډله ماته کړه او د سوبروتو کپ پایلوبې ته يې لار ومونده. د هېواد فوټبال لوبډلې او د هند میزورام لوبډلې تر منځ لوبه تر ‍۱۲۰ دقیقو بې ګوله روانه وه؛ خو د پينالټي په ضرباتو افغانستان ۵ – ۴ په توپير میزورام له مخې لرې کړه او پایلوبې ته يې لار پيدا کړه. د نوموړي کپ پایلوبه به د افغانستان او هند چاندیګر لوبډلې تر منځ د افغانستان په وخت پر ۴ بجو پیل شي.


د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.