د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې کېپتان فیصل شایسته پیغام:

11 ليدلي
میزان ۲۰, ۱۳۹۶
ولایات
د افغانستان لوی ملت ته تر سلام وړاندې کولو وروسته غواړم له اردون هېواد سره د لوبې په تړاو څه ولیکم.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې له يوې اونۍ راهيسې د تاجېکستان په پلازمېنه دوشنبې کې تمرينات پيل کړي و او موږ له هماغه پيل څخه د لوبې لپاره هڅه کوله چې په یوې پياوړې روحیې له اردون هېواد سره ولوبېږو. ښايي ډيرو کسانو د دغې لوبې تر پيلېدا وړاندې افغانستان یو مات شوی او بایللی هېواد باله؛ خو د افغانستان فوټبال لوبغاړو او فني کادر وښوده، چې په فوټبال کې هر څه شوني دي. موږ د بریا د ترلاسه کولو لپاره مخ پر وړاندې لاړو او تر پای پورې مو مبارزه وکړه. موږ نن هغه اردون چې د نړيوال کپ تر پلې آف مرحلې پورې مخکې تللی و، متوقف کړ.
زه د افغانستان فوټبال فدراسیون او د ملي لوبډلې له مینه والو، په ځانګړې توګه په ناجيکستان کې مېشت هېوادوالو څخه مننه کوم، چې تل يې هڅولي یو او زموږ ملاتړ يې کړی دی.
موږ هيله من یو، چې په راتلونکو لوبو کې به تر دې ښه ولوبېږو او قناعت وړ پایله به ولرو. موږ نن ثابته کړه، چې افغانان یو او د خپلو هېوادوالو د سړلوړۍ لپاره فوټبال ميدان ته ښکته کېږو.
ژوندی دې وي، افغانسـتان


د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.