د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکیو سره د جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله لیدنه

22 ليدلي
میزان ۲۵, ۱۳۹۶
سلاید شو

جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس کرام الدین کریم، د اسیا فوټبال کنفدراسیون د مرستیال علي کفاشیان او د اسیا فوټبال کنفدراسیون د بهرنیو اړیکو د مسوول وحید کارداني کوربه و.
په دې ناسته کې د افغانستان فوټبال فدراسیون پر ټاکنیزو ستونزو او په ټاکنیز بهیر کې د درېيمو بنسټونو د لاسوهنې په اړه بحث وشو.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړې ناستې په پای کې ښاغلي عبدالله عبدالله مېلمنو او د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس ته د منتخبو اشعارو کتاب هم ډالي کړ.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.