د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس ډګر جنرال کرام الدین کریم د بلخ ولایت د ورزشي لوبغالي لیدنه وکړه

22 ليدلي
سرطان ۱۷, ۱۳۹۶
سلاید شو

د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس کرام الدین کریم د دغه فدراسیون له پلاوي؛ باور هوتک د افغانستان المپيک ملي کمېټې رییس ، عمومي منشي سیدعلي رضا آقازاده، د افغانستان فوټبال فدراسیون اداري معاون فرید مولايي سره یوځای د بلخ ولایت ورزشي لوبغالي لیدلو ته په داسې حال کې ورغلل، چې د المپيک کمېټې رییس روکي سرخوش، د بلخ فوټبال فدراسیون رییس حاجي محمد اسحاق یعقوبي، د بدني روزنې فدراسیون رییس یوسف سخي او د بلخ ولایت د والیبال فدراسیون رییس محمدنعیم ماهر يې ملګرتیا کوله.
د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس د ولایت مقام د رهبرۍ د ملاتړ مننه وکړه او زیاته يې کړه، چې په نېږدې راتلونکي کې به د دغه ولایت د لوبغالي د مصنوعي چمن او د مختلفو عمرونو فوټسال لوبغاړو لپاره د یوه لوبغالي د جوړونې کارونه هم چې دوه سوه زره ډالره لګښت به ولري، پيل شي.
د یادونې وړه ده، چې د دغه پروژې پلي کېدل به د افغانستان د فوټبال په وده کې به خورا ګټور ثابت شي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.