د افغانستان فوټبال فدراسیون استادان محمد یوسف کارګر او محمد طاهر رؤفي د اسیا کنفدراسیون د استادانو په روزنیز ټولګي کې ګډون کوي.

14 ليدلي
قوس ۵, ۱۳۹۶
ولایات

د اسیا فوټبال کنفدراسیون په تاحيکستان هېواد کې د اسیا فوټبال روزنې د استادانو لپاره د فوټبال روزنې روزنیز ټولګی پيل کړی دی.
په نوموړي تولګي کې د تاجیکستان، ازبیکستان او افغانستان څخه د فوټبال روزنې ۱۶ استادانو ګډون کړی او د لسو ورځو لپاره به په علمي او نظري ډول زده کړې ترلاسه کړي. په یاد شوي ټولګي د افغانستان هېواد په استازیتوب محمد یوسف کارګر او طاهر رؤفي ګډون کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې په بریالیتوب سره د یاد ټولګي له سرته رسولو وروسته ګډونوال کولای شي، په خپلو هېوادونو کې د C درجې فوټبال روزنې روزنيز ټولګي تدریس کړي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.