د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډله چین ته روسېده

12 ليدلي
عقرب ۱۷, ۱۳۹۶
سلاید شو

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله د روان کال د لړم پر ۱۶ په «نېشل کپ» دوستانه سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته رهي شوه.
دا سیالۍ هر کال د چین هېواد په کوربه توب ترسره کېږي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په اسیايي سیالیو کې تر ښه ځلېدا وروسته دغو سیالیو ته بلل شوې ده. د هېواد ساحلي فوټبال ملي لوبډله د نومبر پر ۱۰ له عمان، د نومبر پر ۱۱ له مالیزیا او د نومبر پر ۱۲ له چین هېواد سره سیالۍ ترسره کوي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.