د افغانستان دولتي ادارو تر منځ د فوټبال لیګ پيل شو

15 ليدلي
جدی ۷, ۱۳۹۶
سلاید شو

 د افغانستان دولتي ادارو تر منځ د فوټبال لیګ سیالۍ د روان کال د مرغومي پر اوومه د کابل ښار په غازي لوبغالي کې پيل شوې. په نوموړي لیګ کې د هېواد له بېلابېلو دولتي ادارو څخه ۱۳ لوبډلو ګډون کړی دی. د نوموړ لوبو په پرانیسته کې له نشه يې توکو سره د مبارزې وزارت معین، د بدني روزنې ریاست مسوولانو، د افغانستان فوټبال فدراسیون فني مرستیال محمد یوسف کارګر او د اړوندو ادارو کارکوونکو ګډون کړی و. دا لیګ به نژدې دوه میاشتې دوام وکړي او ۱۳ لوبډلې به د پنجشبې او جمعې پر ورځو یو له بل سره لوبېږي. د نوموړي لیګ لومړنۍ لوبه د افغانستان بانک او بوديجې ریاست تر منځ پيل شوه او ۱ – ۰ په توپير افغانستان بانک د بوديجې ریاست له مخې لرې کړ او سیالۍ يې وګټله. د دغه لیګ دویمه لوبه د ګمرکاتو او اداره امور لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې ۲ – ۰ په توپير اداره امور لوبډلې بریا په خپل نوم کړه. د یادونې وړ ده، چې سبا د MTN او سوداګرۍ وزارت تر منځ د سهار پر ۹ بجو او د مشرانو جرګې او له نشه يې توکو سره د مبارزې وزارت تر منځ پر ۱۰:۳۰ دقیقې دوه لوبې ترسره کېږي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.