د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست جمهور رییس محمد اشرف غني نن د اسیا دننه د پنځم پړاو سیالیو د مډال راوړونکې لوبډلې ستاینه وکړه.

38 ليدلي
میزان ۱۳, ۱۳۹۶
سلاید شو

 په دې محفل کې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې هم ګډون کړی و.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په څو راتلونکو ورځو کې د جمهور رییس محمد اشرف غني په ملاتړ په اسیا اتلولۍ کپ کې ګډون کوي.
د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې د افغانستان فوټبال فدراسیون په استازيتوب د فوټسال کمېټې مسوول دین محمد صافي وینا وکړه.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.