بلخ ولایت کې «له اېډز سره مبارزه» تر نوم لاندې د مېرمنو فوټسال سیالۍ پيل شوې

16 ليدلي
قوس ۲۷, ۱۳۹۶
د ښځو فوتسال

د بلخ فوټبال فدراسیون د دغه ولایت د عامه روغتیا ریاست او د المپيک کمېټې په مرسته «له اېډز سره مبارزه» تر نوم لاندې د مېرمنو فوټسال سیالي پيل کړې دي. دا سیالۍ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ پر ۲۶ پيل شوې دي.
په دغه سیالیو کې اتو لوبډلو ګډون کړی او دوه میاشتې به یو له بل سره ولوبېږي.
د نوموړو سیالیو په پرانیسته کې د عامه روغتیا وزیر ډاکټر فيروز الدین فیروز، د بلخ فوټبال فدراسیون رییس محمد اسحاق یعقوبي او د دغه ولایت د المپیک رییس روکي سرخوش هم ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړو سیالیو تر پرانیستې وروسته لوبې په رسمي بڼه پيل شوې.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.