افغانستان ۱ – چین ۰ افغانستان/د چین ۲۰۱۷ ساحلي فوټبال کپ نایب اتلولي وګټله

27 ليدلي
عقرب ۲۰, ۱۳۹۶
د ښځو فوتسال

د افغانستان فوټبال ساحلي لوبډلې د چین ۲۱۰۷ ساحلي فوټبال کپ سیالیو په چوکاټ کې کوربه هېواد چین ۱ – ۰ په توپير مات او دویم ځای يې خپل کړ. د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې لپاره رؤف قادري ګول وواهه. دا سیالۍ هر کال د چین په کوربه توب د اسیا د غوره ساحلي لوبډلو تر منځ ترسره کېږي. د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډله په اسیايي لوبو کې د ښه ځلېدا له امله دغو سیالیو ته بلل شوې وه. د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې د عمان پر وړاندې تر ماتې او د چین او مالیزیا پر وړاندې تر دوو بریا وروسته نایب اتلولي وګټله. د یادونې وړ ده، چې افغانستان د ساحلي فوټبال په اوسنۍ کټګورۍ کې په نړۍ کې ۵۴ ځای او په اسیا کې لسم ځای کې ده او له شک پرته دا سیالۍ به د هېواد ساحلي فوټبال پر مقام ګټور اغېز ولري.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.