افغانستان ۰ – ۰ ویتنام/ افغانستان د اسیا د متلونو ۲۰۱۹ کال کې له لوبېدو پاتې شو

29 ليدلي
عقرب ۲۵, ۱۳۹۶
سلاید شو

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د اسیا د ملتونو ۲۰۱۹ کال سیالیو ته د لار موندنې په موخه د روان کال د لړم پر ۲۶ له کوربه هېواد ویتنام سره مخامخ شو، چې پایله يې ۰ – ۰ پای ته ورسېده. د نوموړې سیالۍ تر مساوي کېدو وروسته ویتنام ۹ امتیازه ترلاسه کړل او د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته یې لار ومونده. د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د پخوانیو ۴ سیالیو په ترسره کولو سره یوازې ۲ امتیازه ترلاسه کړي و او د ویتنام په ماتولو سره يې د اسیا ۲۰۱۹ کال جام ته لاره موندلی شوای. که څه هم افغانستان ښه ولوبېد خو د سیالۍ تر مساوي کېدو ورسته پایله د هېواد ملي لوبډلې په ګټه پای ته ونه رسېده. افغانستان د ۵ لوبو په ترسره کولو سره ۳ امتیازه ترلاسه او له مخکې تګ نه پاتې شو. د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به د نوموړو سیالیو په چوکاټ کې د ۱۳۹۷ کال حمل پر ۷ په دوشنبه ښار کې د کمبوجیا هېواد کوربه وي، چې دا سیالۍ د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لپاره د یوې تشریفاتي سیالۍ حیثیت لري.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.