اردن د افغانستان پر وراندی خبري ناسته

127 ليدلي
سنبله ۱۴, ۱۳۹۶
سلاید شو

افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي اوتو فيسټر او کېپتان فيصل شایسته خبري ناسته

په دغه خبري ناسته کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي ښاغلي فيسټر د اردون لوبډلې پر وړاندې د هېواد ملي لوبډلې د چمتوالي خبره وکړه او زیاته يې کړه، چې اردون لوبډله د اسیا یوه پياوړې لوبډله حسابېږي او له هغوی سره لوبېدا چې پخپله کوربه هم دی، ستونزمن کار دی. نوموړي د اردون پر وړاندې د خپلې لوبډلې د ښې لوبې د ترسراوي په اړه هیله څرګنده کړه.
په نوموړې خبري ناسته کې فیصل شایسته وویل: «موږ پوهېږو، چې د اردون لوبډله پياوړې ده؛ خو موږ هم دلته د لوبې د بایللو او یا د مساوي کولو لپاره نه یو راغلي. موږ دا ځل غواړو خلکو ته دا ثابته کړو، چې د افغانستان فوټبال د بحث وړ دی او بحث پرې کېدای شي.»



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.