اتفاق لوبډله د پکتیا ولایت د خزاني فوټسال ټورنمنټ اتلولي وګټله

21 ليدلي
قوس ۲۸, ۱۳۹۶
ښځو

د پکتیا ولایت فوټبال فدراسیون د فوټسال د کمېټې مسوول محمد عیسی ستوري په مرسته په دغه ولایت کې د روان کال د لړم پر ۱۹ د فوټسال تورنمنټ پيل کړ، چې د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد. د دغه ټورنمنټ پایلوبه د لیندۍ پر ۱۶ ترسره شوه. په نوموړي ټورنمنټ کې ۱۴ لوبډلو ګډون کړی و، چې اتفاق او پامیر لوبډلو پایلوبې ته لاره ومونده. د دغه ټورنمنټ په پایلوبه کې اتفاق لوبډلې ۲ – ۱ په توپير پامیر لوبډله له مخې لرې کړه او اتلولي يې وګټله. د یادونې ده، چې د دغه ټورنمنټ پایلوبې ته د پکتیا ولایت فوټبال فدراسیون رییس شمس الرحمن همیم، د پکتیا ولایت ورزشي آمر، ورزشکارانو او قومي مشران ورغلي وو. له دې سره سم د نوموړې پایلوبې تر پای ته رسېدلو وروسته غوره لوبغاړو او لوبډلو ته جایزې او ډالې هم ورکړل شوې.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.