آریا ښځینه فوټبال کلب د کابل د ۱۵ کلنو فوټبال لوبډلې اتلولي وګټله

31 ليدلي
میزان ۲۵, ۱۳۹۶
سلاید شو

 دا لوبې له ۱۵ ورځو راهيسې د ښځو لپاره د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو تر منځ پيل شوي، چې د آریا فوټبال کلب په اتلولۍ پای ته روسېدې. د دغه لوبو په پایلوبه کې آریا فوټبال کلب وکولای شول، چې توانا لوبډله ۴ – ۵ په توپير له مخې لرې کړي او اتلولي په خپل نوم کړي. د یادو شویو لوبو په لړۍ کې سنګر لوبډلې ۱ پر ۰ آشیانه لوبډلې ته ماته ورکړه او درېيم مقام یې وګاټه. د نوموړیو لوبو د ترسراوي موخه د افغانستان ۱۵ کلنو فوټبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل بلل شوي دي. د دغه لوبو په اختتامیه مراسمو کې د فوټبال نړيوال فدراسیون (فیفا) او د اسیا فوټبال کنفدراسیون پلاوي، د افغانستان فوټبال فدراسیون عمومي رییس ډګر جنرال کرام الدین کریم، د فوټبال فدراسیون فني مرستیال محمد یوسف کارګر، د افغانستان د افغانستان المپيک ملي کمېټې مرستیاله روبینا جلالي، روزونکیو او د حاضرو لوبډلو مسوولانو ګډون کړی و.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.